نن، د نړیوالې جنایي محکمې څارنوالې، فاټو بنسوډا، د افغانستان اسلامي جمهوریت کې د وسلوال روان جنګ د اوضاع په تړاو د ترسره شویو شکمنو جنګي جُرمونو او بشر ضد جُرمونو په اړه د پلټنې د پیل په موخه د محکمې له قاضیانو څخه د صلاحیت غوښتنه وکړه.
د څارنوالۍ لخوا د افغانستان وضعیت د ۲۰۰۶ کال راهیسي په مقدماتي ډول څیړل کیږي. څارنوالۍ ته د رارسیدلو مالوماتو له پراخې او دقیقې کره کتنې وروسته، څارنوالې پریکړه کړې چې د معقولو مدارکو پر بنسټ د افغانستان د وضعیت په تړاو باید تحقیقات پیل شي.
نو له دې کبله څرنګه چې د تړون معیارونه ایجاب کوي، څارنوالې د دریمې مقدماتي محکمې څخه د صلاحیت غوښتنه وکړه څو د هغو جُرمونو په اړه، چې د افغانستان په خاوره کې د ۲۰۰۳ کال د مۍ میاشتې له ۱ نیټې راهیسي او همداراز نور شکمن جُرمونه چې د افغانستان له جنګ سره تړاو لري او د نورو غړیو هیوادونو په خاوره کې د ۲۰۰۲ کال د جولای میاشتې ۱ نیټې راهیسي پیښ شوي دي،خپل تحقیقات پیل کړي. محکمه د هغو شکمنو جُرمونو د څیړنې او پلټنې صلاحیت نه لري چې د افغانستان د اوضاع په تړاو له پورته یادو نیټو د مخه پیښ شوي وي.
د څیړنو د پایلې په توګه، څارنواله باور لري چې د مؤثقو مالوماتو پر بنسټ لاندې جُرمونه د محکمې د قضایي صلاحیت په ډګر کې پیښ شوي:
I. د بشر ضد جنایات او جنګي جُرمونه د طالبانو او د هغوی اړونده حقاني شبکې لخوا؛
II. د شکنجې جنګي جُرمونه او اړونده ناوړه چلند د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د ملي امنیت د ریاست منسوبینو او د افغانستان ملي پولیسو لخوا، او
III. د افغانستن په خاوره کې د متحدو ایالتونو د مسلح ځواکونو د منسوبینو لخوا ا او همداراز د افغانستان او د نورو غړیو هیوادونو په خاوره کې په پټو توقیف ځایونو کې د متحدو ایالتونو د سي آی اې د منسوبینو لخوا جنګي جُرمونه په ځانګړي ډول د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو ترمنځ موده کې.
څارنوالۍ د دې پیژندل شویو ډلو د کړنو په تړاو هر ډول اړونده واقعي ملي اقداماتو په باب شته مالومات په دقیق ډول ارزولی. د ترسره شویو جنایاتو د سنګینۍ په نظر کې نیولو سره، چې تفصیلات یې په غوښتنلیک کې کښل شوي، د هغو کسانو په وړاندې د اړوندو ملي اقداماتو نه شتون چې د جدي جُرمونو زیات مسؤلیت ور په غاړه دی، څارنواله ډاډ لري چې هغه بالقوه قضیې چې دوی په ګوته کړي او له دې څیړنو راپورته کیږي د تړون د ۵۳ ماده د ۱ فقرې له ب بند (53(1)(b)) سره سم د منلو وړ وي.
سربیره پر دې، څارنوالۍ په ډاډ ویلی شي چې د جُرمونو د سنګینۍ او د قربانیانو د ګټو په نظر کې نیولو سره، هیڅ ډول کافي دلایل شتون نلري چې وښیي دا چې د پلټنې پیل به د عدالت ګټې تامین نه کړي.
نن، د تطبیق وړ اصولو سره سم، څارنواله قربانیانو یا د دوی حقوقی استازو ته د خپل نیت په اړه
خبر ورکوي چې هغه د افغانستان د اوضاع په اړه د پلټنې د پیل په موخه د صلاحیت غوښتنلیک وړاندې کوي او دوی د ۲۰۱۸ کال د جنوري میاشتې تر ۳۱ نیټې وخت لري څو خپل شکایتونه د دریمې مقدماتي محکمې قاضیانو ته د هغې په غوښتنه راولیږي.
که چیرې مقدماتي محکمه، څرنګه چې د روم په تړون کې تصریح شوې، څارنوال ته د پلټنې د پیل اجازه ورکړي، د څارنوالۍ یوازینی هدف به دا وي څو په مستقل، ناپییلي او واقعي ډول شکمن جنګي جُرمونه او د بشر ضد جُرمونه چې د افغانستان د جنګ په اوضاع کې پیښ شوي، وڅیړي او پلټي.
د پلټلو په جریان کې د څارنوالۍ لخوا د راټولو شویو مدارکو او شواهدو پر بنسټ، که چیرې صلاحیت ورکړل شي، څارنواله کولی شي د نړیوالې جنایي محکمې قاضیانو څخه غوښتنه وکړي څو د یو اصل په توګه د هغو کسانو په وړاندې چې د افغانستان د اوضاع په تړاو د ترسره شویو جُرمونو په برخه کې تر ټولو زیات مسؤلیت ورپه غاړه دی، احضاریه صادره کړی یا یې د نیولو حُکم ورکړي، مهمه نه ده چې مرتکبین څوک دي.
د نړیوالو جرمونو د محکمې څارنوالي د ټولوژنې جرمونو، د بشر ضد جرمونو او جنګي جرمونو په اړه خپلواکه او بې پرې پلټنه او څیړنه ترسره کوي. څارنوالۍ په لاندې هېوادونو کې پلټنې ترسره کړي: بورونډي؛ یوګاندا؛ د کانګو دیموکراټ جمهوریت؛ ډارفور، سوډان؛ د افریقا مرکزی جمهوریت (دوه جلا پلټنې)؛ کینیا؛ لیبیا؛ کوټ ډیوا، مالي او جورجیا. څارنوالي همداشان په افغانستان؛ د کاموروس ثبت شويو بیړیو، یونان او کمبودیا، کولمبیا، ګابون، ګیونیا؛ عراق/بریتانیا؛ فلسطین؛ نایجریا او یوکراین وضعیت په تړاو مقدماتي پلټنې ترسره کوي.
پنځلسمې مادې سره سم د پلټنې د پرانیستو په موخه د څارنوالې غوښتنه
د پنځلسمې مادې سره سم د پلټنې د پرانیستو په موخه د څارنوالې د غوښتنې لنډیز
په افغانستان کې د وسله والې شخړې په شرایطو کې د تاوتریخوالی قربانیانو ته د ICC څارنواالۍ عامه خبرتیا.
سرچینه: د څارنوالۍ دفتر[email protected] |