​​

Press Release : | دری‎, English, Français

د نړیوالې جنایی محکمې، له محاکمې څخه مخکې دوهمه خونه د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د نړیوالې جنایی محکمې د غړو هیوادونو د غونډې د دفتر څخه غوښتنه کوي ترڅو د هغو مقاماتو د هویت په اړه معلومات وړاندې کړي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت استازیتوب کوي

ICC-CPI-20211008-PR1615


نن، ۸ اکتوبر ۲۰۲۱،  د نړیوالې جنایی محکمې ('محکمه')، له محاکمې څخه مخکې دوهمې خونې فیصله وکړه ترڅو د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د نړیوالې جنایی محکمې د غړو هیوادونو د غونډې د دفتر څخه غوښتنه وکړي ترڅو د هغو مقاماتو د هویت په اړه معلومات وړاندې کړي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ('افغانستان') څخه استازیتوب کوي.

دغه خونه په یوی غوښتنې غور پیل کړی چې په ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۱ نیټه د څارنوال لخوا وړاندې شوی، په کوم کې چې هغه د افغانستان د وضعیت په اړه د روم د اساسنامی د ۱۸(۲) مادې مطابق د څیړنو د بیا پیل غوښتنه کړی، سره لدی چې په ۲۶ مارچ ۲۰۲۰ نیټه د افغانستان دولت د څارنوال د څیړنو د ځنډولو غوښتنه کړی.

دغه خونه په پام کې درلود چې د اساسنامې ۱۸مه ماده د متممیت د نظام په زړه کې پروت دی، کوم چې د اساسنامې بنسټ جوړوي او له یوې خوا د محکمې او د څارنوال تر مینځ، او له بلی خوا د اړوند دولت سره د حقوقي خبرو اترو بهیر تر پوښښ لاندې نیسي. پدی ټینګار وشو چې سیاسي څرګندونې یا فریضې د قانون په محکمه کې کوم ځای نلري او د یو هیواد د استازیتوب، یا  په یو هیواد کې دننه د قدرت د انتقال اړوندو مسایلو  سره تعامل د دی خونې یا د محکمې د نورو څانګو د صلاحیت په دایره کې ندي؛ له همدی کبله، دا یی په پام کې نیولی چې د هغو مقاماتو د هویت په اړه د باوري او تازه معلوماتو لاسته راوړلو ته  یی اړتیا درلود چې د افغانستان څخه استازیتوب کوي. د هغوی اړوندو رسمي دندو ته په کتنې سره، هغه مقامات چې د دی ډول معلوماتو د برابرولو لپاره مناسب وګڼل شول د ملګرو ملتونو سرمنشي او د غړو هیوادونو د غونډې اداره وه.

د هغه ممکنه جرمي شواهدو د خوندیتوب لپاره چې د محکمې تر قضایی واک لاندې دي، د اړینو او مناسبو اقداماتو د ترسره کولو اړتیا ته په کتنې سره، دی خونې بالاخره څارنوال ته د اساسنامې د ۱۸(۶) مادې د موادو یادونه وکړه چې د هغه مطابق 'څارنوال کولی شي ترڅو، په استثنایی حالاتو کې، له محاکمې څخه مخکې خونې څخه پداسې حالاتو کې د شواهدو د خوندیتوب په موخه د اړینو څیړنیزو اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه وکړي چې د مهمو شواهدو د ترلاسه کولو لپاره یو بی ساری فرصت موجود وي یا د دی خطر موجود وي چې داسې شواهد به ممکن وروسته موجود نه وي'.

 'د اساسنامې د ۱۸(۲) مادی مطابق د څارنوال لخوا د څیړنو د بیا پیل دغوښتنې' په اړه د طرزالعمل او شواهدو د قواعدو د ۵۵(۱) مادې مطابق د طرزالعمل د ټاکلو په اړه پریکړه


د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د نړوالې جنایی محکمې د ویاند او د عامه اړیکو د رئیس فدی العبدالله، سره د دی شمیرو له لارې       +31 (0)70 515-9152 یا +31 (0) 646448938 یا د ایمیل له طریقه لاندې آدرس سره اړیکه ونیسئ

  [email protected]

 تاسو کولی شی ترڅو د محکمې فعالیتونه د ټویټر، فیسبوک، ټامبلر، یوټیوب، اینسټاګرام او فلیکر له لارې تعقیب کړئ.