​​

Press Release : | دری‎, English, Français

د څارنوال دفتر او د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوې د محکمې په مقر کې ګټورې ناستې ترسره کړې

ICC-OTP-20210509-PR1591

له کیڼ څخه ښي خواته: جلالتماَب ښاغلۍ فضل احمد معنوي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیي وزیر، میرمن فاتو بینسوډا، د نړیوال جنایي محکمې څارنواله، او جلالتماَب ښاغلۍ محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر د هالنډ د هاګ په ښار کې د محکمې په مقر کې ©ICC-CPI 
<br>
له کیڼ څخه ښي خواته: جلالتماَب ښاغلۍ فضل احمد معنوي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدلیي وزیر، میرمن فاتو بینسوډا، د نړیوال جنایي محکمې څارنواله، او جلالتماَب ښاغلۍ محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر د هالنډ د هاګ په ښار کې د محکمې په مقر کې ©ICC-CPI

د جمعې په ورځ ،د ۲۰۲۱ د مې په ۷مه نیټه، د نړیوال جنایي محکمې څارنوال ("ICC" یا "محکمه") میرمن فاتو بینسوډا او د هغې ټیم د افغانستان د اسلامي جمهوریت د یوې پلاوې سره د محکمې په مقر کې وکتل چې د بهرنیو چارو د وزیر جلالتماَب محمد حنیف اتمر لخوا یې مشري کیدله.

د افغانستان د استازو سره د بشپړې ورځې په ګټورو بحثونو کې د نورو تر څنګ د بهرنیو او د عدليي د وزارتونو، د لوی څارنوالۍ د دفتر، د سترې محکمې او د ملي امنیت د ریاست د چارواکو ګډون شامل وو. دغه ناسته د افغانستان لخوا د مارچ ۲۰۲۰ د غوښتنې په اړه تنظیم شوی وو چې د څارنوال د دفتر څخه یې غوښتنه کړۍ وو ترڅو خپلې پلټنې د روم د اساسنامې د ۱۸ (۲) مادې مطابق وځنډوي. په دغه ناسته کې، تفصیلي وړاندیزونو د هغو تحقیقاتي اقداماتو چې د افغانستان د ملي مقاماتو لخوا ترسره شوي یا په پام کې نیول شویدي په اړه لازیاته رڼا واچوله او همداراز یي د څارنوال دفتر ته دا فرصت برابر کړ ترڅو د بحثونو د یو شمیر ټکو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړي.

پر قربانیانو د یو متمرکز اقدام د اهمیت په تاکید سره، څارنوال بینسوډا او د افغانستان د دولت په استازیتوب حلالتماَب وزیر اتمر ژمنه وکړ ترڅو د جرایمو د مرتکبینو سره د حساب کولو له طریقه د افغان ولس لپاره عدالت ته د رسیدو په لار کې سره یوځای کار وکړي.

"زه د افغانستان د خلکو د جراَت او مقاومت څخه چې د لسیزو جګړو او تاوتریخوالو په وړاندې دریدلې دي په کلکه ستاینه کوم. هغوی حق لري ترڅو ورسره بی له ځنډه عدالت وشي"، څارنوال بینسوډا. "زه د افغانستان د دولت سره د اغیزمنو تبادلاتو دوام ته سترګې په لار یم، چې بیلګه یې د نن ورځې بحثونه پداسې حال کې وو چې مونږ د روم د اساسنامې مطابق خپلو اړوندو خپلواکو دندو او مسؤلیتونو ته په پوره ژمنې د ګډو هڅو له لارې د عدالت د تامین د غوره لارو چارو د ټاکلو په اړه کار کوو"، څارنوال اضافه کړ.

جلالتماَب وزیر اتمر د څارنوال بینسوډا څخه د هغې د ژمنتیا په اړه مننه وکړه او ویي ویل  "دا یوه تاریخي او ډیره اغیزمنه غونډه وه. د افغانستان دولت په افغانستان کې د ټولو نړیوالو جرایمو د پلټنې او عدلي تعقیب په اړه د لوړپوړې پلاوې د کوربه توب لپاره د محکمې د څارنوال څخه منندوی دي" او اضافه یي کړه "زمونږ د هیواد د راتلونکې لپاره په دغه اساسه نقطه کې مونږ ددې کار یقیني کولو لپاره د پام وړ پرمختګ کړۍ ترڅو هیڅ جرم د مجازاتو پرته پاتې نشي. بشري حقوقو او عدالت ته زمونږ د دولت د بې دریغه ژمنې په پام کې نیولو سره مونږ باور لرو چې د څارنوال سره په بشپړ همکاری د اوږدمهاله ویجاړونکي جګړې د قربانیانو لپاره عدالت ته د رسیدو لپاره ګډ پرمختګ کولۍ شو."

جلالتماَب ښاغلۍ ذبیح الله کریم الله د افغانستان لوی څارنوال چې همداراز یي په ناسته کې ګډون درلود اضافه کړ: "د محکمې د څارنوال سره زمونږ ناسته د هغو اغیزمنو لارو چارو په اړه چې مونږ یي له طریقه د څارنوال د دفتر سره همکاري کولۍ شو او همداراز په ټولو کچو کې د هغو قضایاو په اړه د معلوماتو شریکولو لپاره ډیر ګټور وو چې افغانستان یي په اړه پلټنه کوي او د عدلي تعقیب لاندې یي راوړي. مونږ ددې کار د تضمین لپاره چې هیڅ نړیوال جرم معافیت ونه لري، خپلو دوامدارو مثبتو تبادلاتو او همکاریو ته سترګې په لار یو."

میرمن فاتو بینسوډا، د محکمې څارنواله او جلالتماَب ذبیح الله کریم الله، د افغانستان لوی څارنوال ©ICC-CPI میرمن فاتو بینسوډا، د محکمې څارنواله او جلالتماَب ذبیح الله کریم الله، د افغانستان لوی څارنوال ©ICC-CPI

د څارنوال دفتر د افغانستان لخوا د څرګند شوي ژمنې او د هغو اقداماتو څخه چې د جرایمو د حساب ورکونې او د محکمې سره د نږدې همکاریو له لارې په افغانستان کې د قربانیانو لپاره د عدالت د تامین په اړه ترسره شویدي ستاینه کوي. هغه معلومات او وضاحتونه چې په دغه ناسته کې رابرسیره شول به د څارنوال د دفتر سره د افغانستان د دولت لخوا د ۱۸ (۲) مادې مطابق د ځنډ د غوښتنې د خپلواکه ارزونې په اړه مرسته وکړي. د دغه غوښتنې په اړه د څارنوال پریکړه تر اوسه ندۍ شوۍ.

د محکمې د څارنوال دفتر د نسل وژنې د جرم، د بشریت ضد جرایم، جنګي جرایم او د تیري د جرم په اړه خپلواک او بې طرفه لومړنۍ ازموینې، تحقیقات او عدلي تعقیب ترسره کوي. د ۲۰۰۳ کال راهیڅې د څارنوال دفتر د محکمې تر قضایي واک لاندې په متعددو وضیعتونو کې تحقیقات ترسره کړیدي، په ځانګړی ډول یوګانډا، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، دارفور، سوډان، د مرکزي افریقا جمهوریت (دوه مختلف وضیعتونه)، کینیا، د عاج ساحل، مالي، ګرجستان، برونډي، بنګله دیش / میانمار، افغانستان (د ۱۸مې مادې لاندې د ځنډ د غوښتنې تابع) او فلسطین. دا دفتر همداراز اوسمهال د بولیفیا، کولمبیا، ګیني، فیلیپین، وینزویلا (۱ او ۲) په اړه لوړني ازموینې ترسره کوي او په وروستیو کې د اوکراین او نایجیریا په وضیعتونو کې یي خپلې لومنړنی ازموینې بشپړ کړیدي کوم چې د تحقیق د پیل لپاره د منظوری د غوښتنې لپاره معطل دی.

سرچینه: د څارنوال دفتر  اړیکه: [email protected]


Source : Office of the Prosecutor