​​

Press Release : | دری‎, English, Français

افغانستان: د نړیوالې جنایي محکمې د استیناف قضایي هیئت د پلټنې د پیل اجازه ورکړه

ICC-CPI-20200305-PR1516

د استیناف هیئت قاضیان 
   <em>(له کین څخه ښي لوري ته)</em> قاضي سولومي بالونګي بوسا، قاضي هوارد موریسن، د هیئت رئیس قاضي پیوتر هوفمنسکي، قاضي لوز دِل کارمن ابانِز کارانزا، او قاضي کیمبرلي پروس په ۵ مارچ ۲۰۲۰ نیټه په هاک کې د نړیوالې جنایي محکمې په ودانۍ کې. د چاپ حق د نړیوالې جنایي محکمې لپاره خوندي دی.
د استیناف هیئت قاضیان (له کین څخه ښي لوري ته) قاضي سولومي بالونګي بوسا، قاضي هوارد موریسن، د هیئت رئیس قاضي پیوتر هوفمنسکي، قاضي لوز دِل کارمن ابانِز کارانزا، او قاضي کیمبرلي پروس په ۵ مارچ ۲۰۲۰ نیټه په هاک کې د نړیوالې جنایي محکمې په ودانۍ کې. د چاپ حق د نړیوالې جنایي محکمې لپاره خوندي دی.

په ۵ مارچ ۲۰۲۰،  د نړیوالې جنایي محکمې د استیناف قضایي هیئت (محکمې) د رایو په موافقت سره پریکړه وکړه تر څو څارنوال ته اجازه ورکړي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت اړوند د اِدعا شوو جنایتونو په هکله چې د محکمې تر قضایي واک لاندې دي پلټنه پیل کړي. د استیناف هیئت په خپل قضاوت کې د دوهم مقدماتي هیئت د ۱۲ اپریل ۲۰۱۹ نیټې پریکړه اصلاح کړه په کومه کې چې د پلټنو لپاره د ۲۰ نومبر ۲۰۱۷ نیټې د څارنوال غوښتنه رد کړل شوې وه او دا موندنه یې کړې وه چې د پلټنو ترسره کیدل به د عدالت په ګټه نه وي. وروسته څارنوال د نوموړې پریکړې پر خلاف د استیناف غوښتنه وړاندې کړه. قاضي پیوتر هوفمنسکي، د هیئت رئیس، په علني محکمه کې د استیناف د هیئت د قضاوت لنډیز ولوست.

کله چې د مقدماتي هیئت د پریکړې پر خلاف د څارنوال د استیناف غوښتنې پر دلائلو غور وشو، او هغه نظریاتو او څرګندونو ته پام وشو چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت، د متضررینو د استازو او نورو ګډون کوونکو لخوا وړاندي شول، د استیناف هیئت وموندل چې مقدماتې هیئت اشتباه کړېده چې د پلټنې د پیل لپاره يې د څارنوال د غوښتنلیک د ارزونې په موخه « د عدالت د ګټې عنصر» په پام کې ونیو. د استیناف د هیئت په نظر، مقدماتي هیئت باید یوازې دا کتلي وی چې آیا کافي واقعیتونه شتون لري چې څارنوال یې پر اساس پلټنې پیل کړي، په داسې معنی چې آیا جنایتونه ترسره شوي، او یا هم ممکن داسې احتمالي قضیه (قضیې) شتون ولري چې د نوموړي پلټنې په ترڅ کې را برسیره شي چې د محکمې تر قضایي واک لاندې وي. هیئت ګوري چې د مقدماتي هیئت په پریکړه کې ټول لازمي واقعیتونه شامل دي او دا یې تاييد کړې چې معقول دلائل شتون لري چې ګواکې په افغانستان کی د نړیوالې جنایې محکمې تر واک لاندې جنایتونه ترسره شوي دي. د دې پر ځای چې نوموړې مسئله د نوې پریکړې لپاره بیرته مقدماتي هیئت ته واستوي، د استیناف هیئت دا پریکړه وکړه  چې خپله د پلټنې د پیل اجازه ورکړي. 

د استیناف هیئت دا پریکړه وکړه چې څارنوال اجازه لري تر څو د هغه حدودو په چوکاټ کې پلټنه پیل کړي چې د ۲۰ نومبر ۲۰۱۷ نیټې د څارنوال په غوښتنه کې څرګند شوي دي، هغه اِدعا شوي جنایتونه چې د افغانستان په خاوره د ۱ مې ۲۰۰۳ راهیسي ترسره شوي دي؛ یا نور وَرته اِدعا شوي جنایتونه کوم چې په افغانستان کې د وسلوالې جګړې سره تړاو لري او د روم د تړون د غړو هیوادونو په خاوره د ۱ جولای ۲۰۰۲ راهیسې ترسره شوي دي.

قاضي ابانِز کارانزا د روم د تړون د ۵۳ مادې اړوند د ۱۵ مادې د تفسیر په باب خپل نظر په جلا توګه څرګند کړی دی.

د نورو معلوماتو لپاره https://www.icc-cpi.int/afghanistan  وګورئ.


د لا نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د فادی ال عبدالله، د نړیوالې جنایي محکمې د عامه چارو د ویاند او اداري چارو د رئیس سره په لاندې تلفونې شمیرو اړیکه ونیسئ: ۰۰۳۱۷۰۵۱۵۹۱۵۲ یا ۰۰۳۱۶۴۶۴۴۸۹۳۸ یا هم په لاندې آدرس بریښنالیک واستوئ: [email protected]

همدا راز کولی شئ د محکمې فعالیتونه پر تویتر، فیسبوک، تمبلر، یوتیوب، انستګرام، او فلیکر وګورئ.