​​

Information : | العربية, دری‎, English, Français

د افغانستان وضعیت: قربانیان یا د هغوی استازي څرنګه کولئ شي خپل نظریات د نړیوالې جنایي محکمې قاضیانو ته ورسوي؟


​د ۱۳۹۶ کال د عقرب په ۲۹ چې د ۲۰۱۷ کال د نومبر د۲۰ نیټی سره سمون لري، د نړیوالې جنایي محکمې څارنوالې، فاټو بنسوډا، د مقدماتي محکمې له دریم هیئت څخه د صلاحیت غوښتنه وکړه تر څو د افغانستان  په اسلامي جمهوریت کې د وسلوالوالی جګړی سره اړوند ادعا شوو جنګي جنایتونو او بشر ضد جنایتونو په اړه پلټنې پیل کړي کوم چې د ۱۳۸۲ کال د ثور د ۱۱ نیټې راهیسې چې د ۲۰۰۳ میلادی کال د می د میاشتې د ۱ نیټې سره سمون لري، پیښ شوي وي؛ یا نور وَرته جنایتونه کوم چې په افغانستان کې د وسلوالې جګړې او وضعیت سره تړاو لري او د روم د تړون د غړو هیوادونو په خاوره د ۱۳۸۱ کال د سرطان د میاشتی د ۱۰ می نیټی راپدیخوا چې د ۲۰۰۲ میلادی کال د جولای د ۱ نیټی سره سمون لري، ترسره شوي وي (د افغانستان  د اسلامي جمهوریت وضعیت). څارنوال په همدې نیټه عامه خبرتیا نشر کړه.

د نړیوالې جنایي محکمې  د حقوقي چوکاټ سره سم، د اِدعا شوو جنایتونو قربانیان کوم چې د افغانستان په وضعیت کې ترسره شوي دي، حق لري تر څو خپل ٬٬اظهار،، وړاندې کړي. په دې معنی چې  خپل نظریات، اندیښنې او توقعات د نړیوالې جنایي محکمې  قاضیانو ته، کوم چې د څارنوال پر غوښتنلیک باندی غور کوي، ورسوي. د دغه پروسې سره د مرستی په موخه، د نړیوالې جنایي محکمې د ثبت په اداره کې د متضررینو د ګډون او معاوضې دفتر VRPS د پی ډي ایف په بڼه یوه اظهارپاڼه ترتیب کړې ده کومه چې لاندې ډاونلوډ کیدلی شي؛ او په انګلیسي، پښتو او دري ژبو کی شتون لري.

بل ډول، د همدغې فورمې آنلاین بڼه همداشان په یادو شوو ژبو شتون لري چې آنلاین تکمیلیدلی او لیږل کیدلی شي.

د پای نیټه چې  تر مخه یې د قربانیانواظهارپاڼه نړیوالې جنایي محکمې ته باید وړاندې شي د ۱۳۹۶ کال د دلو ۱۱ نیټه ده چې  د ۲۰۱۸ میلادی کال د جنوری د ۳۱ نیټی سه سمون لري. مهرباني وکرئ په یاد ولرئ چه نړیوالې جنایي محکمې  ته د اظهار وړاندې کول خپل خوښي دي او لګښت نه لري.

کله چې د قرباینانو اظهارپاڼه ډکوئ، مهرباني وکړئ لاندې ټکو ته پام وکړئ:

  • د اظهارپانې د تکمیلولو په هکله لارښود چې  ډاونلوډ کیدلی شي په دقیقه توګه ولولئ. مهمه ده چې اظهارپاڼه په سم ډول تکمیل شي تر څو اجرائات پکښې وکیدی شي.
  • د امکان تر حده د قربانې کسانو اظهار پاڼه په انګلیسي ژپه ډګه کړئ او مهرباني وکړئ مطلب مو خلاصه او دقیق بیان کړئ
  • د هر قرباني یا قرباني ډلی لپاره یوازې یو ډول فورمه انتخاب کړئ، یا آنلاین او یا هم پی ډي ایف، کوم چې  ستاسې د کمپیوتر دظرفیت، د انترنت آنتن او یا امنیتي حالاتو سره مناسب وي.
  • هغه ډکې شوې اظهارپانې چې  په آنلان بڼه نه وي لیږل شوې باید د نړیوالې جنایي محکمې  د متضـررینو د ګډون او معاوضې دفتــــر ته په لانــدی پوستی آدرس ولیږئ:
  • International Criminal Court
    Victims Participation and Reparations Section
     Situation in Afghanistan
     PO Box 19519
    2500CM, The Hague  
    The Netherland

  • قربانیان همداراز کولی شي خپل اظهار، چې غوره ده لاندې فورمې وکاروي، د ښوول شوي بریښنالیک له لارې ولیږي: VPRS.representations@icc-cpi.int
  • د دې لپاره چې ستاسې اظهارپاڼه تکمیل وبللی شي، هیڅ ډول نورو اسنادو ته اړتیا نشته. خو که تاسې غوره بولی چې اضافي اسناد د کومې ځانګړې اظهارپاڼی په اړه واستوئ نو تاسې د متضـررینو د ګډون او معاوضې دفتــر VPRS سره د ښوول شوی بریښنالیک له لاری تماس ونیسی: : VPRS.representations@icc-cpi.int

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چه دا فورمه د نړیوالې جنایي محکمې په قضایي اجرائاتو کې د ګډون او یاهم د معاوضې تر لاسه کولو لپاره غوښتنه نه ده. هغه پروسه چې  د څارنوال د عامی خبرتیا پر اساس پیل شوې ده، تردې پورې محدوده ده چې د قربانیانو نظریات، اندیښنی او توقعات د څارنوال د صلاحیت په هکله څرګند شی چې د پلټنې او تحقیقاتو د پیل لپاره یې اجازه غوښتې ده. کوم اظهار چې  د روم د تړون د ۱۵ مې مادې پر بنسټ تر سره شوی وي، قربانیانو ته په راتلونکو احتمالي قضایي اجرائاتو کې د ګډون حق نه ورکوي. که قربانیان غواړي چې په قضایي اجرائاتو کې د ګډون او یا د معاوضې غوښتنه وکړي، که احتمالاً داسې قضايي اجرائات تر سره شي، نو دوی باید یوه ځانګړی فورمه په قضایي اجرائاتو کې د ګډون او یا د معاوضې د غوښتلو لپاره وړاندې کړي. هغه مهال دوی باید، د هغه څه په هکله چې شخصاً دوی ته پیښ شوي دي، نور مرستندویه اسناد او شواهد هم وړاندې کړي.

اوس هغه وخت نه دی چې د افغانستان د وضعیت په هکله د قربانیانو د ګډون او یا معاوضې لپاره غوښتنلیک وړاندې کړئ



که ستاسې سره پوښتنه وي چه اظهارپاڼه څرنګه ډکه شي او یا د کوم بل څه په هکله، نو مهرباني وکړئ د متضررینو د ګډون او معاوضې دفتـر سره د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسی: VPRS.representations@icc-cpi.int


Source : Victims Participation and Reparations Section